د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت وايي، چې له ایراني پوله‌ساتو سره د دوی د ځواکونو د نښتې په پایله کې له دواړو لوریو دوه کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.  

د دغه وزارت ویاند، عبدالنافع ټکور نن شنبه د جوزا ۶مه په ټویټر لیکلي چې په دې نښته کې دواړو لوریو (ایران او افغانستان) پوله‌ساتو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د هغه په وینا، چې په نننۍ نښته کې لومړۍ ډزې له ایراني لوري پیل شوې دي.

ښاغلي ټکور زیاته کړې، چې اوسمهال وضعیت تر کنترول لاندې دی او اسلامي امارت له ګاونډیو هېوادونو سره د نښتو او تاوتریخوالي پلوی نه دی.

تر دې وړاندې هم له ایراني پوله‌ساتو سره د اسلامي امارت ځواکونو ورته نښتې کړې چې له امله یې دواړو لوریو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د یادولو ده چې په ایران سربېره د پاکستان په ګډون له نورو ګاونډیو هېوادونو سره ورته نښتې کړې دي.