میدان وردګو کې امنیتي مسوولین وایي، د دغه ولایت په نرخ ولسوالۍ کې د ځمکې پر سر شخړه کې یو کس وژل شوی دی.

د ميدان وردګو د امنيې قوماندانۍ، نن شنبه د غبرګولې ۶مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د یاد ولایت نرخ ولسوالۍ په «اول خېلو» سیمه کې دوو کورنیو د ځمکې پر سر شخړه کړې او یو تن پکې وژل شوی دی.

یاد کس «عبدالمحمد» نومېده او د سلطان حبیب په نوم کس لخوا په ښکاري ټوپک ویشتل شوی.

سرچینې زیاته کړې چې قاتل د امنیتي ځواکونو له خوا د نیول کېدو وروسته عدلي ارګانونو ته سپارل شوی دی.

تر دې وړاندې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ورته پېښې شوې دي چې ستر لامل یې ټولنیز ناسم‌‌پوهاوی بلل کېږي.

افغانستان کې دا ډول پېښې تر ډېره د میراث پر سر د شخړې په پایله کې رامنځته کېږي.