
د امریکايي میلیاردر ایلن ماسک پورې اړوند نیوالینک شرکت د تېرې پنجشنبې په ورځ د یاد جواز د اخیستو خبر ورکړ او څرګنده یې کړه چې دا جواز د متحدوایالتونو د خوړو او درملو ادارې لخوا ورکړل شوی څو د انسان له دماغونو سره د چیف د نښلولو په برخه کې څیړنې وکړي.
ماسک وویل چې ددې وسیلې ( چیف) دوه لومړني کارونه د لید یا نظر بیا راستنول او په هغه خلکو کې د عضلاتو د حرکت فعالول دي چې نشي کولی دا کار وکړي. هغه زیاته کړه: “حتی که یو څوک هېڅ نه ویني، یا لکه څنګه چې ړوند زیږیدلی وي، موږ باور لرو چې کولی شو د دوی د لید ځواک بیا راژوندی کړو.”
مسوولانو تر دې دمه د چیف د لومړنۍ کلینیکي څیړنې د پیل او په انسانانو باندې د دې ټکنالوژۍ د پلي کولو د احتمال په اړه څه نه دي ویلي.
امریکايي میلیاردر ایلن ماسک په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د نیورالینک شرکت بنسټ کېښود او په دې وروستیو کې یې ادعا کړې وه چې د یو مغزي چیف د جوړولو هڅې یې پیل کړې څو ناتوانه او بې وسه ناروغان دوباره په حرکت راولي.
د انسان له دماغونو سره د چیف د نښلولو له کلینیکي آزموینې دمخه د نیورالینک شرکت لخوا دا ازموینه په څارویو ترسره شوې او داسې برېښي چې بریالۍ شوې هم ده خو ماسک ویلي چې د انسان له دماغونو سره ددې وسیلې د نښلولو لپاره به له پوره احتیاط او دقت کار اخلي.