پېښو ته د رسېدو په چارو کې د اسلامي امارت د دولت وزارت وايي، د تېرې یوې میاشتې په موده کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د طبیعي پېښو له امله ۴۲ کسان مړه او ۴۵ نور ټپيان شوي دي. 

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند، شفیع الله رحیمي په یو ویډیویي کلیپ کې ویلي چې په تېره یوه میاشت کې د بارانونو، سیلابونو او ځمک‌ښویېدنې له امله هېوادوالو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي. 

د ښاغلي رحیمي په وینا، دا کسان د طبیعي پېښو له امله په کاپیسا، وردګو، تخار، بدخشان، غور، کندهار، کنړ، نورستان، لغمان، پکتیا، خوست، دایکنډي او ننګرهار ولایتونو کې مړه او ټپیان شوي دي. 

د دغه وزارت ویاند دا هم ویلي چې پر دې سربېره په یادو ولایتونو کې ۳۴۱ د استوګنې کورونه په بشپړه توګه یا نیمايي ویجاړ شوي دي. 

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند زیاته کړې چې په تېره یوه میاشت کې د بارانونو او سیلابونو له امله ۱۹ زره ۵۷۳ جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې او ۱۳سوه ۵۴ څاروي هم له منځه تللي دي. 

د دوی په وینا، یاد وزارت په تېره یوه میاشت کې د مرستندویه موسسو په همکارۍ له ۱۵ زره ډېرو زیانمنو او بېوزلو کورنیو سره د خوراکي، غیرخوراکي او نغدي مرستې کړې دي. 

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د ملګرو ملتونو په ګډون پر نړیوالو مرستندویه موسسو غږ کړی چې په دا ډول سختو شرایطو کې د افغانستان له خلکو سره خپلو بشري مرستو ته ادامه ورکړي.