Wednesday Apr 25, 2018

عدنان سمیع د افغان هنرمند په اړه فلم «افغان – د کور په لټه کې» کې لوبېږي

نوشته شده توسط khaama - Fri Jun 30 2017, 10:43 am

د راپورونو له مخې، د هند فلمي صنعت وتلي سندرغاړي عدنان سمیع په داسې يوۀ فلم کې د رول لوبولو پرېکړه کړې چې د يوه افغان هنرمند په اړه دى.

سمیع  د “افغان – د یه کور په لټه کې” په نامه دغه فلم کې د داسې یوه سندرغاړي او هنرمند رول لوبوي چې د جګړې له کبله له افغانستانه وتلو ته اړ شوی.

د هندي رسنیو راپورونو پر بنسټ، سمیع په دغه فلم کې یو داسې هېواد ته ځي چې افغان هنرمند او سندرغاړي رول لري چې د هغه په هېواد کې موسیقي ارزښتونه له پامه غورځول شوی.

ښاغلي سمیع د دغه فلم په اړه د چارشنبې په ورځ له خپل رسمي ټویټر پاڼې له لارې خبر ورکړ.

هغه د فلم  لومړني انځور هم په ټولنیزو شبکو کې خپاره کړه چې په کې لیدل کېږي چې هغه اوږده ږیره او برېت لري او د رباب موسیقی اله په لاس کې لري.

ټاکل شوې چې د دغه فلم د جوړولو چارې د ٢٠١٧ م کال په اګېسټ میاشت کې کې پيل شي او د ۲۰۱۸ کال کې نندارې ته وړاندې شي.

خامه پرس پښتو | د افغانستان خبري آژانس را دنبال کنید با تویتر, فسبک. و آر اس اس

نظر دهید