د لوګر مسوولین وايي، د دغه ولایت په مرکز، پل‌علم کې ښار کې یې د هغه سړي مړی موندلی چې د ناپېژانده کسانو لخوا له سختې شکنجې وروسته وژل شوی دی.

د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست مسوولینو کورنیو رسنیو ته ویلي چې یاد مړی یې پرون پنجشنبه د جوزا څلورمه د پل‌علم ښار په دېوالګي سیمه کې موندلی دی.  

د مسوولینو په وینا، تر اوسه د دغه جسد کورنۍ نه ده پیدا شوې او زیاته کړې یې ده که یې هویت معلوم نشي ښاروالي به یې خاورو ته وسپاري.  

ویل کېږي، دغه ۳۰ کلن ځوان تر سختې شکنجې وروسته وژل شوی دی. 

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د پلازمېنې کابل په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې ورته پېښې شوې چې امنیتي مسوولینو یې ستر لامل شخصي دښمني بللې ده.