
د اوبو او برېښنا وزارت وایي، خوست ولایت کې د ۱۹۰ زره ډالرو په ارزښت د یو کانال د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د خوست ولایت په باک ولسوالي کې د یوه کانال د جوړولو چارې د یوسلو نوي زره او پنځه سوه دوه شپيته (۱۹۰۵۶۲) امریکایي ډالرو په ارزښت د یاد ولایت مرستیال والي محمد انور دین پرور، د شمل- خرم سیندیزې حوزې رئيس دوکتور فضل الرحمن جلالي، د باک ولسوال، د اړیکو دفتر مسؤلینو او یو شمېر علماو او مشرانو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
سرچینه کاږي یاد کانال د ۱۷۰۰ متره اوږدوالي په درلودلو د ۲۲۶۸ جریبه کرنیزو ځمکو د خړوبولو وړتیا لري او د اوبو د مدیریت او تنظیم په برخه کې هم ګټور ګڼل کېږي.
د دغه کانال چارې د شمل خرم سیندیزې حوزې په تخنیکي همکاري د سویس هېواد د پرمختیایي ادارې په مالي ملاتړ پرمخ وړل کېدې چې پکې ګڼو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وه.