د چاپېریال ساتنې ملي ادارې چارواکي وايي، ټاکل شوې د ډنمارک هېواد د سرې میاشتې یو پلاوی په افغانستان کې د اقلیمي بدلون منفي اغیزې وارزوي.


د چاپېریال ساتنې ملي ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې ددې ادارې عمومي رئیس حافظ عزیز االرحمن د ډنمارک د سرې میاشتې یو پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د اقلیمي بدلونونو د منفي اغیزو په اړه خبرې کړې دي.
خبرپاڼه کې راغلي، د دې پلاوي په ترکیب کې د هالنډ د سرې میاشتې د اقلیمي تغییراتو سلاکار پټریک بولټ هم شامل دی. نوموړی وايي، د ختیځې اسیا هېوادونه ( بنګله دېش، نیپال، میانمار او افغانستان) له اقلیمي بدلونونو زیانګالي هېوادونه دي او په خبره یې ددې ارزونې په مرسته به دوی د اقلیمي بدلونونو له کبله د مخ پر زیاتېدونکو خطرنو سره د مبارزې لپاره یوه جامع طرحه کړي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رئیس څلورلسیزې تپل شوې جګړه او وروستي اقلیمي بدلونونه هغه عوامل یاد کړل چې له انساني تلفاتو سربېره یې چاپېریال ساتنې په ځانګړې توګه کرنې، اوبو، ځنګلونو او تر ځمکې لاندې اوبو ته سخت زیانونه اړولي او حتی په ځینو مواردو کې د مختلفو ناروغیو سبب ګرځیدلي دي.

هغه زیاته کړه، حکومتونه د ملي او نړیوالو بنسټونو له همکارۍ پرته له اقلیمي بدلونونو سره مبارزه نشي کولی. نوموړي پر هغو نړیړالو نهادونو چې د چاپېریال ساتنې په برخه کې پروژې ورکوي، نیوکه وکړه چې په دې برخه کې یې پروژې په ټپه درولې دي او پر هغوی یې غږو وکړ څو سیاسي مسایلو په نظر کې نیولو پرته د اقلیمي بدلونونو سره د مبارزې لپاره مالي او تخنیکي مرستې وکړي.