د ایران د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د یو ټول‌شموله حکومت پر نه‌جوړېدو؛ د ښځو او نجونو پر محرومیت ناخوښي څرګنده کړې او د یو ټول‌شموله حکومت پر جوړېدو یې ټینګار کړی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر، امیر عبداللهیان نن پنجشنبه د جوزا ۴مه ویلي چې د ایران د بهرنیو چارو د وزارت له چارواکو او په بهر کې د ایران د سفارتونو له رییسانو سره یې کتلي دي.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، په دغو کتنو کې د ایران له حکومت سره پر بېلابېلو موضوعاتو لکه د هلمند پر سیند د ایران د اوبو حق، د طالبانو د واکمنۍ د مشروعیت او په افغانستان کې د ښځو پر زده‌کړو او کار د بندیز پر موضوع خبرې شوې دي.

امیر عبداللهیان په افغانستان کې د یو ټول‌شموله حکومت پر جوړولو د ټینګار په ترڅ کې ویلي چې افغانستان زموږ لپاره یوه مهمه مسله ده.

“موږ ناخوښه یو چې په افغانستان کې ټول‌شموله حکومت نه دی جوړ شوی او دا خبره مو د افغانستان اوسنیو واکمنانو ته اعلان کړې ده.”

هغه د ایران او افغانستان ګاونډیتوب او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوږدو پولو شتون ته په اشارې سره ویلي، د دواړو هېوادونو ترمنځ له تعامل پرته بله لاره نشته.

همدارنګه د ایران د بهرنیو چارو وزیر د خپلو خبرو په یوه برخه کې په افغانستان کې د ښځو وضعیت ته په اشارې سره ویلي، چې دوی له زده‌کړو څخه د افغان ښځو او نجونو په منع‌کېدو ناخوښ یو او دا چلند د اسلام د پيغمبر د اصولو خلاف دی.

ایسنا خبري اژانس د دغه هېواد د بهرنیو چارو د وزیر له قوله ویلي، چې دوی به د افغانستان اوسني واکمنان [طالبان] په رسمیت ونه پېژني.

دغه ایراني چارواکي د هلمند پر سیند د ایران د دعوې د مسئلې په اړه ویلي چې دا مسئله په سیاسي څرګندونو نه‌شي حل کېدای او د دې مسلې لپاره باید په قانوني لارو چارو غور وشي.

د دې ترڅنګ د ایران د بهرنیو چارو وزیر هم په تېرو میاشتو کې د افغانستان او ایران ترمنځ پر پوله د شخړو په اړه اندېښنه ښودلې ده.