د هند سوداګریزو لوبو د «پلې اف» پړاو کې تېره شپه ممبی اینډینز لوبډلې لکناو سوپر جاینټز ته د ۸۱ منډو په توپیر سره ستره ماته ورکړه، خو نوین‌الحق څلور لوبغاړي وسوځول.

د هند سوداګریزو لوبو د پلې اف پړاو کې تېره شپه چهارشنبه د مې ۲۴مه ممبی اینډینز لوبډلې لکناو سوپر جاینټز سره د لوبې ډګر ته ووتله او ممبی لوبه د ۸۱ منډو په توپیر وګټله.

د لوبې بچه ممبي ګټلې و او د توپوهنې پرېکړې سره سیالې لوبډلې ته د اتو لوبغاړو په سوځېدو او ۲۰ اورونو کې ۱۸۳ منډې هدف وټاکه.

په دې لوبه کې د افغانستان ملي لوبډلې غړي نوین الحق د لکنو لپاره د څلورو لوبغاړو په سوځولو خورا په زړه پورې لوبه وکړه، خو لوبډلې یې لوبه بایلوده.

ممبی اینډیز به راتلونکي لوبه په نیمه پایلوبه کې له ګجرات ټایټنز سره کوي او ګټونکې لوبډله به چینای سوپر کېنګز سره پایلوبې ته لاره پیدا کوي.