د پکتیا په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې تېره ورځ دوشنبه د سرپنټین کاڼي کان د استخراج د چارو پرانیسته وشوه.

د سرپنټین کاڼي معادن چې د ځاځي اریوب ولسوالۍ سپینې شګې په سیمه کې موقیعت لري، د کانونو او پټرولیم وزارت لخوا د ازادې داوطلبۍ له لارې اعلان ته سپارل شوی و، چې ممتاز ایاز شرکت ته یو ټن په ۲۴۰۰۰ افغاني په قرارداد ورکړل شو.

دا په داسې مهال کې ده، چې د اسلامي امارت واک ته په رسیدو سره د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د قیمتي ډبرو او نورو کانونو د استخراج چارې ګړندۍ شوې دي.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور څه موده وړاندې په یوه غونډه کې ویلي وو چې د کوچنيو کانونو د استخراج چارې به افغان پانګوالو ته ورکول کیږي.

په ورته مهال چین، قطر او ځینې نور هېوادونه د افغانستان پر کانونو پانګونې ته لېوال دي.

شفیق الله مشال