
د ترکیې د ولسمشرۍ دویم پړاو ټاکنو کې ملتپال نوماند «سینان اوغان» د «رجب طیب اردوغان» ملاتړ اعلان کړ.
د ترکیې د ولسمشرۍ ټاکنو لومړۍ پړاو کې سینان اوغان درېیم ځای درلود او د ټولو کارېدلو رایو پنځه سلنه خپله کړې و.
د ښاغلی اوغان دویم پړاو ټاکنو له دوو مخکښو نوماندانو رجب طیب اردوغان او کمال کلیچداراوغلو څخه د اردوغان په خوا تلل به کلیچداراوغلو ته خورا سخته تمامه شي.
سینان اوغان د اردوغان څخه د ملاتړ په تړاو ویلي چې نوموړي د تروریزم په له منځه وړلو کې ډېرې هڅې کړي دي، او له خپلو ټولو پلویانو څخه یې وغوښتل چې په دویم پړاو ټاکنو کې رجب طیب اردوغان ته رایه ورکړي.
د ترکیې د ولسمشرۍ دویم پړاو ټاکنې به د مې په ۲۸مه ترسره شي.
لومړۍ ټاکنې د مې په ۱۴مه ترسره او پکې اردوغان ۴۹.۵۲ سلنه، قاليچداراوغلو ۴۴.۸۸ سلنه، اوګان ۵.۲۷ سلنه رايې ګټلې وې او په دې ټوګه هېڅ یو نماند پنځوس سلنه رایې نه وې ګټلې او ټاکنې د دوه مخکښو نماندانو ترمنځ دویم پړاو ته لاړې.