د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي نړیوال فضایي سټېشن ته د سعودي عربستان د فضانوردې “ریانه برناوي” پر تلو خوښي ښودلې او دا چاره یې د نجونو زده کړو ته د سعودي عربستان د ځانګړې پاملرنې ښه بېلګه بللې ده.

پخواني ولسمشر په یو لړ ټوېټونو کې ویلي چې ‎ریانه برناوي لومړنۍ مسلمانه فضانورده مېرمن ده چې د یو لړ څېړنو لپاره نړیوال فضایي سټېشن ته استول کیږي.

کرزي د سعودي عربستان حکومت او خلکو ته د دغه ستر ویاړ په مناسبت د مبارکۍ مراتب وړاندې کړي او ویلي یې دي، ” یقیناً چې دغه ویاړ د ښځو تعلیم او علم پروري ته د ‎سعودي عربستان د خاصې پاملرنې یوه ښه بېلگه او نتیجه ده.”

په ټولنیزو رسنیو کې ګڼ شمېر افغانانو نړیوال فضایي سټېشن ته د سعودي عربستان د دې فضانوردې تګ ته د افغان نجونو له زده کړو سره تړاو ورکړی دی او ویلي یې دي چې د یاد هېواد نجونې د زده کړو په واسطه لویې کارنامې جوړوي خو افغان نجونې په کورونو کې دي او ښوونځي ته د تګ اجازه نه لري.

دا په داسې حال کې ده چې تر شپږم ټولګي پورته د افغان نجونو پر مخ د ښوونځیو له تړل کېدو څه باندې شپږسوه ورځې تېریږي او په ورته مهال د نجونو پر مخ د پوهنتونونو د تړل کېدو هم نیږدې دېرش دوه سوه ورځې پوره کیږي.