
د افغانستان د خوړو او درملو ملي اداره وایي، چې ددې ادارې رئیس عبدالباري عمر ایران ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د ایران هیواد د خوړو او درملو ادارې رییس دوکتور حیدر محمدي سره د خوراکي توکو ، درملو او روغتیايي محصولاتو په برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو هوکړهلیک لاسلیک کړ.
یادې ادارې ویلي، په دغه هوکړه لیک کې د خوراکي توکو ، درملو او روغتیايي محصولاتو د قاچاقو مخنیوی، ایراني سوداګرو ته په افغانستان کې د خوړو او درملو د تولید او تورید په برخه کې د پانګونې زمینې برابرول، د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې یو شمیر فني کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې لنډ مهاله او اوږد مهاله ورکشاپونه ورکول، تر ماسټرۍ، دوکتورا او تخصص تر کچې پورې د تحصیل زمینه برابرول، له ایران څخه افغانستان ته د خوراکي توکو ، درملو او روغتیايي محصولاتو په برخه کې تکنالوژۍ انتقال ، د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا، افغانستان کې د ایراني کمپنیو د ثبت په پروسه کې سهولت، ایراني اقلامو ته بازار موندنه، د خوراکي توکو ، درملو او روغتیايي محصولاتو د کیفیت او خوندیتوب په موخه د اړینو معلومات شریکول، او د دواړو هیوادنو پر نیکو اړیکو او همغږۍ ټينګار شوی ده.
د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست ډاکټر عبدالباري عمر دغه هوکړه لیک ګټور بولي او زیاتوي چې ددې هوکړه لیک له مخې به د افغانستان خوراکي توکو ، درملو او روغتیايي محصولاتو صنعت وده وکړي او د خوراکي توکو، درملو او روغتیايي محصولاتو د کیفیت، خوندیتوب او قاچاقو د مخنوي په برخه کې به د دواړو هیوادنو ستونزې حل شي.