
د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت د سوریې له «الهول» کمپ څخه، چې د داعش بندیان په کې ساتل کېږي، د ښځو او ماشومانو په ګډون د دغه هېواد د ۱۰۴ اتباعو د لېږدولو اعلان کړی دی.
دغه وزارت یکشنبه د ۲۱ مه اعلان کړی چې د تاجکستان د ولسمشر، امام علي رحمان په امر د داعش د بندیانو دویمه ډله د یوې ځانګړې الوتنې په واسطه له سوریې څخه د تاجکستان پلازمېنې دوشنبې ته ستنه شوې ده.
د فرانسې خبري آژانس د راپور له مخې، په راستانهشویو اتباعو کې ۳۱ ښځې، ۷۳ ماشومان او ۵ د قزاقستان اتباع دي، چې یوه مور او څلور ماشومان هم د قزاقستان په غوښتنه دغه هېواد ته لېږدول شوي دي.
الهول کمپ د سوریې د شمال د الحسکه ښار په ختیځ کې په ۴۵ کیلومترۍ کې پروت دی او په دغه کمپ کښې د داعش ترهګرې ډلې زیات شمیر عناصر او د هغوی کورنۍ اوسیږي.
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، د «ساعتي بم» په نوم په دغه کمپ کې د بېځایه شویو ملکي وګړو په ګډون شاوخوا ۵۶ زره کسان ژوند کوي.
تر دې مخکې د ۲۰۲۲ په جولای کې د ښځو او ماشومانو په ګډون تر ۱۴۰ ډېر تاجک اتباع په ورته الوتنو کې هېواد ته ستانه شوي وو.
بلخوا د بشري حقونو د څار سازمان ویلي چې له داعش سره د تړاو له امله له ۲۰۲۲ راهیسې ۴۱ زره بهرني اتباع چې ډېری یې له ۱۲ کلونو کم عمرونه لري، د سوریې په شمال ختیځ کې په کمپونو او زندانونو کې بندیان دي.
د راپورونو له مخې چې داعش ډله د تاجکستان، افغانستان او قزاقستان په ګډون د منځنۍ اسیا له هېوادونو څخه استخدام کوي.