
د افغانستان کرکټ بورډ عمومي ریس «میرویس اشرف» د يوه ویډیوي پیغام په خپرولو سره ویلي چې د هندوستان کرکټ بورډ ادارې لخوا د ای پي اېل پاتې لوبو لیدلو په موخه رسمي بلنه ورکړل شوې.
د افغانستان کرکټ بورډ عمومي ریس «میرویس اشرف» پرون یکشنبه د غویي ۳۱مه د يوه ویډیوي پیغام په خپرولو سره ویلي چې د هندوستان کرکټ بورډ ادارې لخوا د ای پي اېل پاتې لوبو لیدلو او یو لړ نورو مسایلو کې د خبرو په موخه ورته رسمي بلنه ورکړل شوې.
نوموړي د خپلو خبرو په دوام کې ویلي چې له هند سره د سوپرلیګ د درېیو پنځوس اوریزو ځنډیلو لوبو ترسره کولو نېټو په اړه هم خبرې وشي.
اشرف همداراز ویلي چې د هند له لوري افغان لوبغاړو ته د ویزو د نه ورکولو مسله هم ورته جدي ده او د خپل سفر پر مهال به د یادې ستونزې په حل لارو خبرې وشي.
د یادولو ده چې د هند سوداګریزو لوبو په لړ کې د راشد او نوین لوبډلو وکولی شول چې پلې اف پړاو ته لاره پیدا کړي.