
په افغانستان کې د روسیې سفیر، دمیتري ژیرنوف د روسیې پر ځینو برخو د وروستیو بریدونو تر شا د اوکراین لاس بللی دی.
ښاغلي ژیرنوف ویلي چې اوکراین په ډېره ‘بېشرمۍ’ د روان میلادي کال د مې په درېیمه د کرملین په ماڼۍ بېپیلوټه برید کړی دی.
هغه همداراز ټینګار کړی: “اوکراین خپلو ویجاړوونکو فعالیتونو ته ادامه ورکوي. د اوکراین د استخباراتو مسوول، بودانوف په ټوله نړۍ کې د روسیانو د وژلو د تیاري خبر ورکړی.”
په افغانستان کې د روسیې سفیر اوکراین په داسې حال کې د روسیې پر ځینو برخو د بریدونو مسوول بولي چې ولسمشر ولادیمیر پوتین په دې وروستیو کې په رسمي توګه د اوکراین د باخموت ښار د نیولو اعلان کړی او د «واګنر ډلې» په نوم د سرتېرو د قربانیو ستاینه یې کړې ده.
دمیتري ژیرنوف ټینګار کړی چې د اوکراین د دفاع وزارت د استخباراتو د عمومي ریاست استازي د اپرېل ۲۹ په سیواستوپول کې د تیلو پر زېرمو په برید کې د دغه هېواد لاس لرل تایید کړل او د ده په وینا دا د دې ښکارندويي کوي چې کییف د روسیې په خاوره کې خپلو «تخریبي» فعالیتونو ته دوام ورکوي.
ښاغلي ژیرنوف پر روسي لیکوال «زاخار پریلیپین» برید د اوکراین کار بللی او زیاته کړې یې ده چې د چیلي یو خبریال او ډایرکټر چې په خارکوف ښار کې اوسېږي، چې په فعاله توګه د اوکراین د پېښو په اړه خپل نظر څرګندوي، هم د اوکرایني ځواکونو له خوا نیول شوی دی.