
د مکسیکو د کالیفورنیا ایالت په «انسنادا» ښار کې د موټرو نندارتون کې د وسلهوالو لخوا د ډزو له امله لږ تر لږه ۱۰ کسان وژل شوي او نهه نور ټپیان دي.
دا پیښه پرون شنبه شپه د مې ۲۰مه رامنځته شوې او د دې ډزو په پایله کې نهه تنه نور ټپیان شوي دي.
ویل شوي چې ډزې د وسلهوالو کسانو د یوې ډلې لخوا د «کاچانیلازو» په نوم کلنۍ دوه ورځنۍ سیالۍ کې شوې.
همدارنګه د مکسیکو ایالت چارواکو ویلي چې د دې پېښې د جزییاتو په اړه پلټنې روانې دي.
په ټولنیزو رسنیو کې کومې ویډیوګانې چې خپرې شوي ښودل کېږي چې د ډزو له امله کورنۍ تښتي.
همداراز د دغې پيښې د مړه شویو او ټپیانو کره شمېره نه ده په ډاګه شوې.