د افغانستان کرکټ بورد له سریلانکا سره د درېیو یو ورځنیو نړیوالو سیالیو لپاره د لوبډلې نوملړ وټاکه.

له سریلانکا سره د لوبېدونکو لوبغاړو نومونه په ترتیب سره د حشمت‌الله شهیدي، رحمت شا، رحمان‌الله ګربز، ابراهیم ځدراڼ، ریاض حسن، نجیب الله ځدراڼ، محمد نبي، اکرام علي خېل، عضمت الله عمرزي، راشد خان، مجیب رحمان، نور احمد، عبدالرحمان، فضل الحق فاروقي او فرید ملک دي.

په اعلان شوې لوبډله کې عبدالرحمان نوی ځوان الرونډر او تېز توپ‌اچونکی او ورسره شاهد‌الله کمال، یمین احمدزی، ګلبدین نایب او ضیا الرحمان اکبر په ریزرف لوبغاړو  کې دي.

کرکټ بورد همداراز زیاته کړې ده چې دا لوبې به د راتلونکې جون میاشتې په دویمې،څلورمې او اوومې نېټه د سریلانکا په همبانټوټا ښار کې ترسره شي.