
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتوني ګوتریش ویلي، مونږ باید د ښځو حقونو ترلاسه کولو لپاره په ګډه کار وکړو.
ښاغلي ګوترش نن شنبه د غویي ۲۳مه د یوه ټویټ په خپرولو سره له خپلو ټولو مخاطبانو څخه وغوښتل چې له ښځو سره د خپلو اساسي حقونو د ترلاسه کولو لپاره په ګډه کار وکړي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي د کوم ځانګړي هېواد نوم نه دی اخیستی،خو له خپلو ټولو مخاطبانو څخه یې غوښتي چې د ښځو له حقونو په دفاع کې کار وکړي.
تر دې مخکې د ملګرو ملتونو سازمان په دوحه کې د افغانستان د وضعیت د څېړلو په موخه د هېوادونو د ځانګړو استازو په حضور کې غونډه کړې وه. هغه غونډه چې په افغانستان کې د ښځو د ژوند د بدلون لپاره یې د قناعت وړ پایله نه درلوده او یوازې هغه څه یې وغندل چې د ښځو له حقونو څخه سرغړاوی بلل کیږي.
بل خوا یو شمېر مظاهره کوونکو ښځو په افغانستان کې د ښځو له حقونو څخه د دفاع په برخه کې د ملګرو ملتونو پر کړنو نیوکه وکړه او له دغه سازمان یې وغوښتل چې په افغانستان کې د ښځو حقونو ته لومړیتوب ورکړي.