
د اسلامي امارت د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت سرپرست د افغان مرستندویه موسسې له ریس سره په کتنه کې په افغانستان کې په زیربنایي برخو کې د نړیوالې ټولنې د پانګونې غوښتنه وکړه.
دغه وزارت د اسلامي امارت د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر له «ملامحمد یونس اخندزاده» سره د افغانستان د مرستو د دفتر ریس «چارلس دیوي» د کتنې خبر ورکړی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست ویلي، د افغانستان د خلکو لپاره یوازې بشري مرستې کافي نه دي او نړیواله ټولنه هم باید په زیربنایي برخو کې پانګونه وکړي.
د اسلامي امارت د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر په افغانستان کې د دې ادارې د فعالیتونو له دوام څخه ملاتړ وکړ او د دې ادارې د کار د دوام غوښتنه یې وکړه.
په دې کتنه کې د افغانستان د مرستو د دفتر مشر چارلس ديوي ویلي چې دغه اداره له څلوېښتو کلونو راهيسې په افغانستان کې د اوږدمهاله او لنډ مهاله پروژو د پلي کولو، له ناورينونو سره د مبارزې، د معيشت د پروګرامونو، کرنې او پراختيايي پروژو په برخو کې فعاليت لري. .