په بلخ کې د ۲۲۵۰ نجونو په ګډون له ۳زره کسانو د نرسنګ او قابلګۍ په برخو کې د کانکور ازموینه واخیستل شوه.

د بلخ د عامې روغتیا ریاست مسوولان وايي، چې ددې ولایت د روغتیايي علومو انسټیټیوټ په نرسنګ او قابلګۍ څانګو کې یې د جذب په موخه د دوولسمو ټولګیو له ۳ زره زده‌کوونکو چې کابو ۲ زره ۲سوه پنځوس یې نجونې دي، ازموینه واخیسته.

دا ازموینه داسې مهال اخیستل کیږي چې لا هم په تحصیلي بنسټونو کې د نجونو پر زده کړو بندیز دی او تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو د تړل کېدو ۵۹۰ ورځې پوره شوې.

درې ورځې وړاندې د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی چې په اګزیت ازموینه کې بریالي شوي کسان دې د اکمال تخصص ازموینې ته نوملیکنه وکړي خو په دې ازموینه کې نجونو فارغانو ته د ګډون اجازه نه ده ورکړل شوې.

له دې سره په یو وخت د پلازمېنې کابل په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې د دوولسمو ټولګیو پر ښځینه فارغانو د کانکور ازموینې فورمې هم وېشل شوې دي خو ددې ټولو اقداماتو باجود لا هم څرګنده نه ده چې کله به د تحصیلي بنسټونو دروازې د نجونو پر مخ پرانیستل شي.

هاخوا د عامې روغتیا وزارتوایي، په تېر یونیم کال کې یې ۶۵۰۰ روغتیايي کارکوونکي استخدام کړي چې پنځوس سلنه یې نرسانې او قابلې دي.
د یاد وزارت ویاند شرافت زمان امر وايي، د دوی د پلان له مخې، د قابله ګانو د روزنې دوه کلنو پروګرامونو ته ارتقا ورکول کیږي او هغوی ته د لسانس او ماسټرۍ تر کچې د زده کړو زمینه برابریږي.