په خواله رسنیو کې یوه ویډیو خپره شوې ده چې شاهرخ خان له یو مینه‌وال سره یې بد چلند کړی او د نوموړي دې کار د هند دننه د خلکو غبرګونونونه سره مخ شوی دی.

په ویډیو کې لیدل کېږي چې شاهرخ خان د تګ په حال کې دی او یو مینه‌وال څنګ ته یې ورشي تر څو سلفي عکس ورسره واخلي، خو نوموړی د دې کس لاس په غوسې ډول لرې کوي.

د شاهرخ دې کار ځکه د خلکو غوسې راپارولي چې تر دې مخکې نوموړی تل له رسنیو او مینه‌والو سره یې نرم چلند درلود او اوس خلکو د دې ویډیو په اړه بېلابېل نظرونه خپاره کړي دي.

ځينو خلکو بیا ویلي دي چې د پټان فلم بې‌ساری بريالیتوب شاهرخ خان مغروره کړی دی.

او ځينې نورو بیا ویلي چې کله د شاهرخ خان زوی ارین خان د مخدره توکو په تور بندې شوی و، رسنیو دا موضوع ډېره پراخه کړه او له هغه وروسته شاهرخ خان چلند له رسنیو سره بل ډول شوی دی.

تر دې مخکې مونږ د بالیووډ نورو ستورو  لکه سلمان خان او جان ابراهیم د ورته کارونو شاهد وو، چې د خپلو مینه‌والو سره یې بد چلند درلود او د سلفي پر مهال یې ټیلفونونه ورته لرې غورځولي وو.