
امریکا کې ۱۱۵۰۰ فلم لیکونکو د خپلو معاشاتو زیاتوالي لپاره کاري اعتصاب کړی دی.
د اسوشیټیډ پریس راپور له مخې پرون سهشنبه د مي دویمه نېټه د امریکا د لیکوالانو ټولنه (WGA) په ټویټر کې اعلان کړی چې ۱۱۵۰۰ غړو په لاس انجلس کې د هالیوډ سټوډیوګانو مخې ته لوی اعتصاب کړی دی.
دې ډلې فلم لیکونکو ویلي چې د اقتصادي کړکیچ سره سره د دوی معاشونه ثابت او یا هم کم شوي دي.
په دې اعتصاب کې دسني او Netflix سټوډیوګانې هم شاملې دي.
له بلې خوا داسې اندېښنه هم شته چې مصنوعي ځېرکتیا به ورو ورو د واقعي لیکوالو ځای ونیسي.
د فلم او تلویزیوني خپرونو تولید کونکو اتحاد (AMPTP) ویلي چې دوی لیکوالانو ته د معاش ډېرېدو وړاندیز کړی و، خو هوکړې ته سره ونه رسېده.
رویټزر وړاندوینه کړې ده چې که دا اعتصاب تر ډېره دوام وکړي د «جیمي کامل او جیمي فالون» په څېر مشهورې تلویزیوني خپرونې به بندې شي.
د یادولو ده چې دا په پنځلسو کلونو کې د هالیووډ د فلم لیکونکو لومړی ډلهییز اعتصاب دی.
تر دې وړاندې په ۲۰۰۷ کال کې سل ورځنی ورته اعتصاب د کالیفورنیا اقتصاد ته د دوه میلیارده ډالرو تاوان ورساوه.