د بالیووډ د نامتو اداکار سلمان خان نوی فلم (کسي کي بهایي کسي کي جان) پرون درې کروړه وپلورل شو او په دې توګه دا د نوموړي اوولسم فلم شو چې له سل کروړه واوښت.

د کسي کي بهایي کسي کي جان فلم کورنی پلور له دې وروستي پلور وړاندې ۹۷،۵۰ او په نړیواله توګه ۱۵۵ کروړه ده.

د سلمان خان کسي کي بهایي کسي کي جان فلم  د سل کروړه بودیجې سره د اپرېل په ۲۱مه د کوچني اختر په لومړۍ نېټه د هند او نړۍ په کچه په ۵۷۰۰ سینماګانو کې خپور شو.

که څه هم د تمې په خلاف دې فلم د اکران په لومړۍ ورځ یې ډېر لیدونکي نه درلودل خو د ورپسې ورځو خرڅلاو یې د سلمان خان دا فلم بریالی کړ.

د یادولو ده چې له دې وړاندې هم د سلمان خان فلمونه د اختر په لومړۍ ورځو اکران شوي او ښه خرڅلاو یې درلود.