
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت یا یوناما سیاسي مشر سکاټ سمیټ د ریاست الوزراء د سیاسي معاونیت د دفتر له عمومي رئیس مولوي ذاکر سره په لیدنه کې د نجونو ښوونځیو پر پرانیستو او کار ته د مېرمنو پر بېرته ور ګرځېدو ټینګار وکړ.
ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په دې لیدنه کې د یوناما د سیاسي برخې مشر سکاټ سمبیټ له اسلامي امارت څخه غوښتنه وکړه، څو د نجونو د زدکړو او ښځینه وو د کار په تړاو اقدامات ترسره کړي.
وروسته د سیاسي معاونیت د دفتر عمومي رئیس مولوي ذاکر په افغانستان کې د یوناما کاري ماموریت اړین یاد کړ وې ویل، اړمنو افغانانو ته د مرستو رسولو او د هېواد د پرمختګ په برخه کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت(یوناما) هڅو او فعالیت ته اړتیا ده.
نوموړي زیاته کړه، یوناما دې د دوحې راتلونکې ناستې ته د اسلامي امارت د لاسته راوړنو په تړاو کره معلومات وړاندې او هغوی دې د افغانستان اسلامي امارت رسمیت پېژندلو ته وهڅوي.
د یوناما سیاسي برخې مشر داسې مهال دا غوښتنې مطرح کړې چې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو د تړل کېدو ۵۸۷ ورځې پوره شوې.
په ورته مهال په پوهنتونونو کې هم نجونو ته تر امرثاني پورې د زده کړو اجازه نشته.