د ملګرو ملتونو عمومي منشي خبرداری ورکړی چې د نړۍ د سترو قدرتونو ترمنځ کړکېچ تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی دی.

د راپورونو له مخې، د ملګرو ملتونو سرمنشي «انتونیو ګویترش» دا څرګندونې د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر، سرګئي لاوروف په مشرۍ د امنیت شورا په یوه غونډه کې کړې او ویلي یې دي چې نړۍ د څو اړخیزو اړیکو په نظام کې له بې‌سابقې کړکېچ سره مخ ده چې د سترو قدرتونو ترمنځ د کړکېچ له امله رامنځته شوی دی. 

ښاغلي ګویتریش ټینګار کړی، چې نړۍ له بېساري او ګډ بحران سره مخ ده او دغه څو اړخیز نظام د ملګرو ملتونو له جوړېدو راهیسې تر ټولو ستر فشار بلل شوی دی. 

هغه زیاته کړې چې د سترو قدرتونو ترمنځ تاوتریخوالی او همدارنګه د شخړو خطرونه د دوی د ناسمو پرېکړه له امله شوي دي. 

د ملګرو ملتو سرمنشي د تاوتریخوالو د مخنیوي او حل لپاره د اغیزمنو څو اړخیزو حلونو د چمتو کولو؛ له اقتصادي بې‌ثباتۍ سره د مبارزې او د اټومي وسلو له کارولو سره د مبارزې غوښتنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې یوې نړیوالې ادارې تېر کال په نړۍ کې په پوځي لګښتونو کې د پام وړ زیاتوالي راپور خپور کړی.

د دې ادارې د نوي راپور له مخې، تېر کال د نړۍ د ناخالصو تولیداتو ۲،۴ تریلیون ډالره (نږدې ۲،۲ سلنه) په پوځي لګښتونو لګول شوي دي.