د سوډان پلازمېنه «خرطوم» کې د اختر لپاره د اوربند غوښتلو سره لا هم جګړه روانه ده.

د چټک ځواک (ار ایس ایف) ویلي دي چې دوی په پلازمېنه «خرطوم» کې درې ورځنی اوربند ومنه او ټول پوځ یې جګړه نه کوله،خو د د حکومت لخوا پر دوی د توپخانې او ټوپکو ډزې وشوې چې له امله یې جګړې بیا زور واخیست.

سوډان کې د دې کورنۍ جګړې یوه اونۍ پوره کېږي او نړیوالو رسنیو ویلي چې تر دې مهاله لږ تر لږه ۴۰۰ کسان وژل شوي دي.

دا شخړه د سوداني پوځي مشرتابه د دوو لوریو تر منځ د واک جګړې له کبله رامنځته شوې.

راپورونه دا هم زیاتوي چې په دې نښته کې د «العبید» سیمه کې د دواړو خواوو ترمنځ متقابلو ډزو له امله د ملګرو ملتونو کډوالۍ سازمان ادارې یو سودانی کارکوونکی هم وژل شوی دی.

بلخوا اروپايي ټولنې هم ویلي چې دوی د دې ټولنې غړو هېوادونو د نژدې ۱۵۰۰ کارکوونکو ایستلو لپاره اقدام کوي.
د اروپایي ټولنې ترڅنګ امریکا هم اعلان کړی چې دوی غواړي له دې هېواده د خپل سفارت کارکوونکي وباسي.