
د هرات سیمه ییز چارواکي وایي، چې یوه نظامي مرکز ته نژدې یې دوه پخواني ځای پر ځای شوي امریکایي راکټ کشف او نیولي دي.
دفاع وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د ۲۰۷ الفاروق قول اردو د کشف او ضد استخباراتو مدیریت منسوبینو په هرات ولایت کې یو نظامي مرکز ته نږدې دوه قبضې امریکایي راکټ کشف او ضبط کړي دي.
خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه امریکایي راکټ له ډیر وخت څخه په یوه لیرې سیمه کې یوه نظامي مرکز ته نژدې ځای پر ځای شوي وو.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د اسلامي امارت امنیتي ځواکونو د هېواد په مختلفو سیمو کې ګڼې وسلې او مهمات نیولي دي.
تر دې ورهاخوا وخت ناوخت له هېواده بهر د وسلو د قاچاق راپورونه هم ورکړل شوي دي.
د ٢٠٢١ د اګسټ میاشتې تر تحولاتو وروسته د میلیاردونو ډالرو په ارزښت وسله اسلامي امارت ته په لاس ورغله.