ټایمز مجلې د ۲۰۲۳ کال د ۱۰۰ ډېر نفوذ لرونکي کسان اعلان کړل چې پکې سیاستوال، ورزشکاران او هنرمندان هم شامل دي.

 د بالیووډ سینما وتلی ستوری شاهرخ خان هم د دغې مجلې د سلو با نفوذه کسانو په نوملړ کې شامل دی.

د امریکا ټایم مجله له ۲۰۰۴ کال راهیسې هر کال سل مخونه د کال تر ټولو اغېزمن شخصیتونه ټاکي او معرفي کوي.

د هندي سینما وتلی اداکار شاهرخ خان چې په دې وروستیو کې یې په «پټان» فلم کې د خپل فعالیت له امله د خلکو پام ځانته اړولی، د ایران مشهوره سندرغاړې شرین حاجي پور د «برای» سندره یې ترسره کړې وه او دوه ایرانۍ خبریالانې د «نیلوفر حمیدي او الها محمدي» په نمونو چې د مهسا امیني د مړینې په اړه یې راپور جوړ کړی و او نیول شوې وې هم د ټایمز مجلې د نفوذ لرونکو شخصیتونو په ډله کې واچول شوه.

په دې لیست کې د هنرمندانو، نوښتګرانو، ورزشکارانو، مشرانو، سیاستوالو او مخکښانو په ګډون شپږ کټګورۍ شاملې دي.

د فوټبال نړیوال ستوری لیونل میسي، د ټویټر او ټیسلا اجرایوي مشر ایلون مسک، د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن، د ډیزني اجرایوي مشر باب ایګر، د فرانسې د ملي لوبډلې لوبغاړی کایلین امباپه، سو چو، په دې لیست کې د ټیک ټاک اجرایوي مشر سلمان رشیدي، لیکوال انګلیسي او سوپر ماډل بلا حدید هم شامل دي.

تر دې مخکې په ۲۰۲۱ کال کې د مدني ټولنې فعالې محبوبې سراج او ملا عبدالغني بردار هم د ټایمز مجلې له خوا د نړۍ د ۱۰۰ نفوذ لرونکو کسانو په نوملړ کې غوره شوي وو.