
د استخباراتو عمومي ریاست وایي، کابل کې یې د انسان تښتوونکو هغه ډله نیولې چې یو ماشوم یې تر تښتولو وروسته وژلی و.
د استخباراتو عمومي ریاست پر خپل ټویټر د یوې ویډیو په خپرولو سره لیکلي، په کابل ښار کې یې د انسانتښتونکو هغه شپږ کسیزه ډله نیولې چې څه موده وړاندې یې د کابل ښار له نهمې امنیتي حوزې اړوند سیمو څخه یو ماشوم تښتولی و او د خلاصون په بدل کې یې له کورنۍ د پیسو غوښتنه کړې وه.
یاد ریاست ویلي، دا ماشوم سیداکرام نومېده او د سید حبیب شاه زوی و چې ددې انسان تښتوونکو لخوا په بې رحمانه ډول وژل شوی و.
که څه هم امنیتي ادارو د جنایي پېښو د مهارولو ډاډ ورکړی خو د راپورونو له مخې یوازې په تېره اونۍ کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د انسان تښتونې پېښې رامنځ ته شوې دي.