د کانونو او پترولیم وزارت وایي، ددې وزارت اړوند د زلزلې د شدت د معلومولو او پېژندلو ماشینونو تېره شپه د رېښتر په کچه ٤.٠ درجې زلزله ثبت کړې ده.

د کانونو او پترولیم وزارت ویلي د یادو ماشینونو د معلوماتو له مخې دغه زلزله د وري ٢٥مه د جمعې په ورځ ماښام ٧:٢٠ په بدخشان ولایت کې رامنځ ته شوې ده.

د دې ماشینونو د معلوماتو له مخې، د دغه زلزلې مرکز د بدخشان ولایت د جرم ولسوالۍ و او د شمال او شمال لویدیځ لوري په ۲۸.۸ کیلومترۍ کې رامنځته شوې، چې ۲۲۶.۴ کیلومتره ځمکنی ژوروالی لري.

دا په داسې حال کې ده چې د لومړي ځل لپاره د زلزلې د شدت او موقیعت معلومولو ماشینونو په هېواد کې د ننه پر فعالیت پیل کړی دی.

اسلامي امارت په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړي.