
د ټویټر اجرایوي مشر، ایلان ماسک په یوه مرکه کې ویلي چې د دې ټولنیزې شبکې د کارمندانو شمېر د پاموړ کم شوی دی.
ښاغلي ماسک چهارشنبه د اپریل ۱۲مه له بي بي سي سره یوه مرکه کړې چې په ټویټر کې له ۳ میلیون ډېرو اورېدونکو او کتونکو په ژوندۍ بڼه څارلې ده.
ایلان ماسک ټویټر ټولنیزه شبکه په ۴۴ میلیارد ډالرو واخیسته او بیا یې پکې ستر بدلونونه د خبرتیاوو د کمښت لامل شول، خو اوس هغه ادعا کړې چې د لګښتونو کمولو لپاره ګړندۍ هڅې پای ته رسېدلي او مشتریان بیرته راستانه شوي.
د ټویټر مشر همداراز ویلي، چې دا مهال په دې شرکت کې ۱۵۰۰ کارکونکي کار کوي او په وینا یې چې یو وخت یې ۸۰۰۰ کارمندان درلودل.
هغه دا بدلون د «پاموړ» بللی او زیاته کړې یې ده چې په دې لار کې د هغه هڅې د موجوده مفکورو برعکس پایله لري.
هاخوا رویټرز د باخبرو سرچینو په حواله ویلي چې د ماسک لخوا د ۴۴ ملیارد ډالرو پیرودلو راهیسې ټویټر له ګډوډۍ سره مخ دی، ځکه چې په ګوښهشویو کسانو کې ډیری هغه انجینران شامل دي چې د خدماتو خنډونو ترمیم او مخنیوي مسوول وو.
د دې شبکې د څارونکو په تېره بیا د NetBlocks له قوله دا هم ویل شوي چې ټوېټر د روان کال له پیل راهیسې شپږ ځله له ستونزو سره مخ شوی او وروستۍ یوه یې تېره اونۍ رامنځته شوه، چې په پایله کې یې زرګونه کاروونکي ځینې منځپانګې ته له لاسرسي منع شوي ول.
د هغه د مدیریت سټایل چې دا مهال د دې ټولنیزې شبکې په سر کې دی، هم څو ځلې تر نیوکو لاندې راغلی او مخکې یې ژمنه کړې وه چې د ټویټر د اداره کولو لپاره به “یو احمق وګورو”.
ایلان ماسک د ټویټر د مشرتوب په حیث څو ځلې تر سختو نیکو لاندې راغلی چې تر ټولو سترې نیوکې د زیاتو کارمندانو د ایستلو په خاطر پرې شوې دي.