د ټویټر مالک «ایلن ماسک» د دې شبکې د مرغۍ ابي رنګه نښه د زېړ بخن سپي په نښې بدله کړه.

د ماسک دا اقدام له ډېرو غبرګونونو سره مخ شوی دی خو بلخوا نوموړي په دې اړه لیکلي چې خپله ژمنه یې پوره کړه مګر نور وضاحت یې نه دی ورکړی. تر اوسه دا هم څرګنده ده چې دغه زېړ بخن سپي نښه د موقت وخت لپاره ده که به دایمي وي.

ایلان ماسک په یوه ټوېټ کې د خپل یوه پخواني ټوېټ سکرین شاټ خپور کړی و چې هلته ماسک له خلکو پوښتنه کړې وه چې کوم نوي پلېټ فارم ته اړتیا شته؟

د ایلن ماسک دغه ټوېټ ته یوه کس لیکلي وو، چې ټوېټر واخله او د مرغۍ لوګو یې سپي ته بدله کړه، ایلن ماسک هغه مهال ورته لیکلي وو چې دا خو لېونتوب دی خو اوس یې له دغه سکرین شاټ سره لیکلي چې خپله ژمنه یې پوره کړه.

د یادولو ده چې ایلان ماسک له پخوا راهیسي د دې زېړ بخن سپي په نوم او نښې په ډیجیټالي بازار کې د (Dogecoin) په نوم پیسې لري او همدارنګه تل یې د تسلا او نورو بازارونو کاروکونکي د دې نښان کارولو ته هڅولي دي.

اوس مهال د دې نښان په بدلون سره یې د Dogecoin قیمت ۲۵ سلنه لوړ شوی دی.

ماسک د نړۍ یو له شتمنو کسانو څخه دی او د ټویټر ټولنیزه شبکه یې په ۴۴ میلیارده ډالره اخیستې و.