له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د امریکا د دفاع وزیر، لوید آستین ویلي چې له ولسمشر سره یو ځای پر دې پرېکړه هېڅ ډول پښېمانه نه دي.

ښاغلي آستین دا څرګندونې پرون چهارشنبه د مارچ ۲۹مه د کانګرس استماعیه غونډې ته کړې دي. 

د امریکا د دفاع وزیر ویلي، دوی له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ایستلو په تړاو د ولسمشر بایډن د پرېکړې ملاتړ کوي او په وینا یې چې په دې کار هېڅ ډول پښېمانه نه دي.

“زموږ ځواکونو له افغانستانه د وتلو پر مهال ۱۴۰ زره کسان هم ایستلي دي”

له لوید آستن څخه، چې د راتلونکي کال د دفاعي بودیجې د توضیح لپاره کانګرس ته غوښتل شوی و، له افغانستانه د امریکاي ځواکونو د وتلو پر مهال د ۱۳ امریکايي عسکرو د وژل‌کېدو په اړه هم ترې پوښتنه شوې ده.

په دې ناسته کې د امریکا جمهوري‌غوښتونکي «جیم بنکس» یو ځل د استازو جرګې له مشر په ټینګار غوښتي چې له افغانستانه د دوی د ځواکونو د وتلو په اړه د بایډن له ادارې پوښتنې وشي. 

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر، انتوني بلینکن هم غوښتل شوي چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه خپل راپور له کانګرس سره شریک کړي.

امریکايي ځواکونه په افغانستان کې له څه باندې شل کلن ماموریت وروسته د ۲۰۲۱ په اګست میاشت کې له دغه هېواده ووتل.