د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت له ایران څخه د څه باندې دوه زره افغان کډوالو د راستنیدو خبر ورکړی دی. 

د اسلامي امارت د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت نن پنجشنبه د وري ۱۰مه له ایران څخه د افغان کډوالو له راستنیدو وروسته خبر ورکړی چې پرون چهارشنبه د وري ۹مه شاوخوا ۲۲۴۵ افغان کډوال د هرات د اسلام کلا بندر له لارې افغانستان ته راغلي دي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، له ۲۲۴۵ افغان کډوالو څخه ۳۰۷ یې د مرستو د ترلاسه‌کولو په موخه د کډوالو چارو وزارت ته معرفي شوي دي.

ویل کېږي، ډېرى راستانه‌شوي کډوال قانوني اسناد نه لري او هغه کسان دي چې په غير قانوني توګه ايران ته تللي دي.

د اسلامي امارت د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت همداراز ویلي چې په تیرو دریو ورځو کې له ایران څخه څه باندې شپږ زره افغانان هیواد ته راستانه شوي.

وزارت لیکلي چې د چهارشنبې په ورځ ۲۲۴۵ تنه، د سه‌شنبې په ورځ ۲۰۸۲ او د دوشنبې په ورځ ۱۹۶۳ تنه د اسلام کلا له لارې هیواد ته راستانه شوي دي. ‎