افغانستان ته د اروپايي ټولنې پلاوي کابل ته د دوی لخوا د درملو او طبي وسایلو د مرستې د لېږد اعلان وکړ او زیاته یې کړه چې دغه مرستې به دوام ومومي.

دغې ادارې پرون چهارشنبه د وري ۹مه د یوه ټویټ په خپرولو سره افغانستان ته د اړینو طبي وسایلو او درملو د لېږلو اعلان وکړ او ویلي یې دي چې له ۲۰۲۱ راهیسې د دغې ټولنې له خوا له افغانستان سره ۲۸ طبي کڅوړې مرستې شوي دي.

تر دې مخکې د روغتیا نړیوال سازمان کابل ته له اروپايي ټولنې د مرستو د کڅوړو د استولو اعلان کړی و او ویلي یې و چې دغه مرستې په افغانستان کې د ګڼو خلکو د روغتیا په ښه کولو کې رول لوبوي.

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت له جوړېدو وروسته د افغانستان د طبي خدماتو سکتور هم د نورو سکتورونو په څېر له ننګونو سره مخ شوی دی.