بهرنیو رسنیو خبر ورکړی چې ټویټر په هند کې د پاکستان د حکومت رسمي اکاونټ بند کړی دی.

ټولنیزې شبکې ټویټر نن پنجشنبه د وري ۱۰مه اعلان وکړ چې دې شرکت په هند کې د پاکستان د حکومت رسمي ټویټر اکاونټ بند کړی دی.

رویټرز خبري اژانس د چهارشنبې په ورځ د ټویټر شرکت په حواله راپور ورکړ چې دغې کمپنۍ په هند کې د پاکستان د حکومت د ټویټر اکاونټ له یوې معتبرې قانوني غوښتنې وروسته تړلی او د پاکستان حکومت د ټویټر اکاونټ هندي کاروونکو ته نه ښکاري.

ټویټر نه دي ویلي چې دا غوښتنه د کوم هیواد څخه شوې وه، خو د راپورونو له مخې په دغه هېواد کې د پاکستان رسمي ټوېټر اکاونټ څو ځلې محدود شوی او بیا فعال شوی دی.

دا دریم ځل دی چې د پاکستان د حکومت ټویټر اکاونټ په هند کې بند شوی دی او تر دې مخکې د ۲۰۲۲ په اکتوبر کې د پاکستان د حکومت رسمي ټویټر اکاونټ په هند کې بند شوی و.