
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنرۍ په افغانستان کې د مدني فعالانو په ځانګړې توګه د نجونو د تعلیم د حق د مدافعینو نیول کېدو ته غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې د بیان ازادۍ له حقه په استفادې باید څوک ونه نیول شي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنرۍ ویاند «جرمي لارنس» په کابل کې د اسلامي امارت ځواکونو له خوا د «مطیعالله ویسا» د نیول کېدو په تړاو د دغه سازمان اعلامیه خپره کړې ده.
په دغه اعلامیه کې ویل شوي چې د بشري حقونو د فعالانو په ځانګړې توګه د ښځو په اړه د اسلامي امارت د سیاستونو د ردولو د خپلسري نیونې شدت د اندیښنې وړ دی او له اسلامي امارت څخه یې غوښتنه کړې چې په خپل سر نیول شوي کسان ژر تر ژره خوشې کړي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنرۍ ویلي چې د نړیوالو قوانینو له مخې د بیان د ازادۍ له حق څخه د استفادې په خاطر د یوه کس نیول خپلسری اقدام دی او اسلامي امارت باید ژر تر ژره د دغه ډول کړنو مخه ونیسي.
په اعلامیه کې دا هم راغلي چې د ۲۰۲۳ له پیله په افغانستان کې د بیان پر ازادۍ بریدونه او د بشري حقونو د فعالانو په نښه کول زیات شوي چې دا ښيي چې د مدني حرکتونو او قضیو لپاره میدان تنګ شوی دی.
د مطیع الله ویسا او د هغه دوه وروڼو سربیره چې په دې وروستیو کې نیول شوي، نرګس سادات (ښځینه مظاهرهکوونکې او د بشري حقونو فعاله)، ذکریا اصولي (څېړونکی او د پوهنتون استاد)، سلطان علي ضیايي، خیرالله پرهر (ژورنالیست)، رسول پارسي (لیکوال او د پوهنتون استاد)، مرتضی بهبودي (ژورنالست) هغه کسان دي چې تراوسه په بند کې دي.