د المان د بهرنیو چارو وزارت د ناوړه استفادې د هڅې نښې په ګوتهکولو سره د افغان اتباعو د پناه‌غوښتنې د پروسې د موقتي ځنډولو اعلان کړی دی.

 د المان د بهرنیو چارو وزارت پرون چهارشنبه د وري ۹مه په یوه بیانیه کې ویلي: “وروسته له دې چې په تیرو څو اونیو کې د احتمالي ناوړه ګټه اخیستنې ځینې نښې نښانې لیدل شوي، د بهرنیو چارو وزارت او د کورنیو چارو وزارت په ګډه د اسلام اباد په سفارت کې د پروسې څیړنه وکړه.”

په بیانیه کې ویل شوي: “د عمومي ارزونو وروسته دا موافقه وشوه چې اضافي امنیتي چک معرفي کړي ترڅو د فریب د هڅو مخه ونیسي.”

د دغه وزارت له خوا د خپرو شویو شمېرو له مخې، له افغانستانه بهر د جرمني سفارتونو له ۲۸۶۰۰ ډېرو افغانانو ته ویزې ورکړې، چې شاوخوا ۴۱۰۰ یې د دغه هېواد ځايي کارکوونکي دي.

له بلې خوا د جرمني حکومت ژمنه کړې چې څه باندې ۴۴ زره افغانانو ته به پناه ورکړي چې له دې ډلې ۳۰ زره یې پخواني الماني کارکوونکي او هغه کسان دي چې له ګواښ سره مخامخ دي.

تر دې مخکې اروپايي ټولنې دوی ته د پناه‌غوښتونکو په شمېر کې ۶۰ سلنه زیاتوالی اعلان کړی و او ویلي یې وو، چې جرمني د ۲۲۶۴۶۷ کسانو په لرلو سره تر ټولو ډېر غوښتنلیکونه لري.

د يادولو ده، چې اروپايي هېوادونو ته تر ټولو ډېر غوښتونکي د سوريې، افغانستان، ترکيې، عراق او اوکراين اتباع دي.