
نوی ډیلی د شانګهای همکاریو سازمان د غونډې کوربه و او د هند د ملي امنیت سلاکار دې غونډې ته په خپلو پرانیستونکو څرګندونو کې ویلي چې ترهګري او هر ډول مالي ملاتړ یې پرته له دې چې لامل ولري، دوی ته د منلو نه دي.
د شانګهای د همکاریو سازمان د غړو هېوادونو د امنیتي سلاکارانو غونډه د وري ۹مه د هند په کوربهتوب په نوي ډیلي کې جوړه شوه او د خبرو تمرکز یې له ترهګرۍ سره د مبارزې، د نشه یي توکو پر قاچاق او د افغانستان پر عمومي وضعیت و.
د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دووال، په دې غونډه کې په خپله پرانیستونکې وینا کې زیاته کړه، چې ترهګري په هر ډول بڼه او مالي ملاتړ یې د نړۍ سولې او امنیت ته تر ټولو جدي ګواښ دی.
په دې غونډه کې د روسیې د شورا منشي نیکلای پاتروشیف، د شانګهای د همکاریو سازمان د تروریزم ضد جوړښت استازي، د قزاقستان، تاجکستان، ازبکستان او قرغزستان لوړپوړو چارواکو هم حضور درلود.
د شانګهای همکاریو سازمان په غونډه کې هم په افغانستان کې د داعش د حضور او ګواښونو خبره مطرح شوه، خو جزییات یې په لاس کې نشته.
په همدې حال کې ټاکل شوې د شانګهای د همکارۍ سازمان د دفاع وزیرانو غونډه راتلونکې میاشت په ډیلي کې جوړه شي.
د شانګهای د همکارۍ سازمان په ۲۰۰۱ کال کې جوړ شوی او چین، قزاقستان، قرغزستان، پاکستان، روسیه، تاجکستان او اذربایجان یې دایمي غړي او افغانستان، بیلاروس او منګولیا یې د څارونکي رول لوبوي.
ویل کیږي چې سعودي عربستان په دې وروستیو کې اعلان کړی چې د دغه سازمان د څارونکو غړو په ډله کې شامل شي.
ټاکل شوې چې د شانګهای د همکاریو سازمان دوه نورې غونډې د روان کال په اپرېل او مې میاشت کې په هند کې ترسره شي.
د يادولو ده چې دغې غونډې ته د افغانستان له لوري کوم استازي نه و بلل شوي او اسلامي امارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.