
د هېواد په اوو ولایتونو کې سېلابونو د ځاني تلفاتو ترڅنګ درانده مالي زیانونه هم اړولي.
په ورته وخت کې د هوا پېژندنې ادارې د سختو بارانونو او سېلابونو د احتمال په اړه خبرداری ورکړی.
په ۶ ولایتونو کې سیمهییزو سرچینو ویلي، سېلابونو لږ تر لږه ۱۰ کسان مړه او تر ۹۰۰ ډېرې کورنۍ یې زیانمنې کړي دي.
د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې پرون چهارشنبه د وري ۹مه د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې د سختو بارانونو او سیلابونو د راتلو خبرداری ورکړی و.
د دې ادارې د وروستي خبرداري له مخې به نن پنجشنبه د وري ۱۰مه د سالنګ په ګډون په کابل، پروان، پنجشیر، کاپیسا، بغلان، بدخشان، تخار، نورستان، کنړ، لغمان، ننګرهار، سمنګان او بامیان ولایتونه کې به د ډېر اورښتونو له امله سیلابونه هم راشي.
په ورته وخت کې د اسلامي امارت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت اعلان کړی، چې په تېرو لسو ورځو کې (د ۱۴۰۲ لمریز کال له پیل راهیسې) په یو شمېر ولایتونو کې د سیلابونو او اورښتونو په ګډون د طبیعي پېښو له امله لږ تر لږه ۱۰ تنه مړه شوي دي.
د دغه وزارت ویاند «شفیعالله رحیمي» پرون ویلي چې په تېرو لسو ورځو کې ۷۶ کسان ټپیان شوي او د استوګنې ۱۷۷۹ کورونه او له ۲۲ زره جریبه څخه د زیاتو کرنیزو ځمکو فصلونه هم ویجاړ شوي دي.
په ورته وخت کې په پروان، فاریاب، کندهار، نیمروز، بلخ او اروزګان ولایتونو کې د اسلامي امارت سیمهییزو چارواکو او ځایي خلکو هم تایید کړې، چې په دغه ولایت کې زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه او سلګونه د استوګنې کورونه د سختو پسرلنیو بارانونو او سیلابونو له امله ویجاړ شوی دی.
د خامه پرېس خبري اژانس موندنې ښيي چې وروستیو سېلابونو د هېواد په اووه ولایتونو کې تر ۹۰۰ ډېرې کورنۍ سختې زیانمنې کړې دي چې پکې د بلخ په ژېړۍ ولسوالۍ کې ۵۰۰ کورونه، نیمروز کې ۲۰۰ کورونه، اروزګان کې له ۱۰۰ ډېر کورونه، فاریاب کې ۳۵ کورونه او په پروان او کندهار ولایتونو کې لږ تر لږه ۱۰۰ کورونه په بشپړه یا جزوي توګه ویجاړ شوي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر هم پرون په یوه ټویټ کې خبر ورکړ چې وروستیو سیلابونو د افغانستان په اووه ولایتونو کې ۶۴۵ کورنۍ زیانمنې کړي دي.
په دې وروستیو کې زیانمن شويو کسانو ویلي، چې دوی ته هېڅ ډول مرسته نه ده رسېدلې او له ستونزو سره مخ دي.
دوی همداراز ویلي، د اوسېدو په ځایونو کې د طبیعي ناورین د مخنیوي لپاره د حکومت له لوري کوم تدابیر نه دي نیول شوي او که اورښتونه دوام وکړي وضعیت به نور هم خراب شي.