
د هندوستان د سریالونو مشهوره څېره او اداکار ‘ ویوین دسینا’ ایمان راوړی او مسلمان شوی دی.
نوموړي ویلي چې د ٢٠١٩ کال په روژې میاشت کې یې اسلام منلی او د پنځه وخته لمانځه له ادا کولو سره د سکون احساس کوي.
دسینا ویلي، ” زه په یوه عیسوي کورنۍ کې زېږېدلی یم. ما د ٢٠١٩ کال په روژه کې له اسلام دین څخه پیروي پیل کړه او له هغه مهاله د اسلام په طریقه ژوند کوم. زه د پنځه وخته لمانځه په ادا کولو سره ډېر د سکون احساس کوم.”
د نوموړي د مسلمان کېدو په اړه په دې وروستیو کې ګڼې اوازې خپرې شوې خو هغه څو ورځې وړاندې په یوه مرکه کې ومنله چې مسلمان شوی دی.
دسینا د روژې تر راتګ وړاندې مسلمانانو ته د روژې مبارکي هم ورکړې وه.
ویوین دسینا په مشهورو سریالونو ” مدهو بالا” چې افغانستان کې له یوه خصوصي ټلویزیون خپرېده او دغه راز “شکتي” او ” صرف تم” کې رول لوبولی دی.