
د خیبر پښتونخوا په «لکي مروت» سیمه کې د پولیسو پر یوه مرکز د برید او دغه راز د پولیسو پر یوه موټر د چاودنې په پایله کې څلور پولیس وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.
د ځایي چارواکو پر وینا، نن پنجشنبه سهار وختي څلور پولیس هغه مهال ووژل شول چې پر موټر یې لکي مروت ته نیږدې سیمه کې ښخ شوي ماین چاودنه وکړه.
ویل کیږي دا پولیس هغې سیمې ته روان و چې هلته د پولیسو پر یوه مرکز د وسلهوالو په برید کې د خپلو همکارانو ملاتړ وکړي.
د پولیسو پر مرکز د وسلهوالو په برید کې شپږ پولیس ټپیان شوي دي.
هاخوا اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس ویلي چې خیبر پښتونخوا کې په دوو جلا پېښو کې پنځه پاکستاني پولیس وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.
د دغه برید پړه پاکستاني طالبانو ( ټي ټي پي) پر غاړه اخیستې ده.
د یادولو ده چې په دې وروستیو کې پر پاکستاني پولیسو بریدونو زور اخیستی او په تېرې جنوري کې د پېښور پولیسو مرکز خونړي ځانمړګي برید له امله سل پوځیان وژل شوي وو.