د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې یا یونیسف ویلي، په افغانستان کې د نجونو پر زده‌کړو د بندیز دوام تر یو میلیون زیاتې نجونې ناهیلې کړې دي.

یونیسف نن چهارشنبه د وري ۹مه په ټول افغانستان کې له نجونو مرکې خپرې کړې او ټولو نجونو ویلي چې د نجونو پر زده‌کړو د بندیز دوام یې زړونه ټپي کړي دي.

دغه بنسټ راپور ورکړی: “په ټول افغانستان کې ماشومانو د ځان لپاره د ښوونځیو جامې، قلم او کتابچې اخیستې او په مارچ میاشت کې تر اوږده ځنډ وروسته د ښوونځیو پرانیستل‌کېدو ته خوشحاله وو.” او په دوام یې ویلي چې اوسمهال په افغانستان کې تر یو میلیون زیاتې نجونې د خپلو ماتو هیلو پوره‌کېدو ته منتظرې دي او اسلامي امارت د نوي ښوونیز کال په پیلېدو سره یو ځل بیا د زده‌کړو اجازه ورنکړه.

یونیسف د آرزو په نامه د یوې نجلۍ له قوله ویلي: “تر ۵۴۰ زیاتې ورځې واوښتې چې په درسي ټولګي کې نشته یم. تر اوسه هم ورځې شمارم او که ښوونځي بند پاتې شي زه به د ورځو شمېرلو ته ادامه ورکړم او خپل زړه‌تنګون به مې دوام وکړي.”

په افغانستان کې د نجونو پر زده‌کړو بندیز ته نړیوال غبرګونونه یو ځل بیا هغه مهال زیات شول چې د پرله‌پسې دویم کال لپاره هم ښوونځي د نجونو پر مخ تړلي پاتې شول.  

یونیسف تر دې وړاندې هم د نوي ښوونیز کال په پیلېدو سره له اسلامي امارت غوښتي وو چې هر څومره ژر کېږي په افغانستان کې نجونو ته د زده‌کړو اجازه ورکړي.