د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (UNCHA) وايي، په افغانستان کې وروستیو اورښتونو او سېلابونو ۶۴۵ کورنۍ زیانمنې کړې او په وینا یې چې د مرستو د زیاتوالي په برخه کې د دوی وړتیا محدوده شوې ده.

اوچا پرون سه‌شنبه د وري اتمه په ټویټر لیکلي چې له اووه سیلاب‌ځپلو ولایتونو سره یې بېړنۍ مرستې کړې او زیاته کړې یې ده، چې یوازې په ارزګان کې ۱۰۰ کورنۍ زیانمنې شوې دي.

 د يادولو ده چې وروستيو سيلابونو د بلخ په زارع ولسوالۍ کې سخت زيانونه اړولي، چې له جملې یې په دغه ولایت کې د استوګنې ۵۰۰ کورونه او څلور زره جريبه کرنيزه ځمکه او د پروان په مرکز (چاريکارو) کې ۳۵ د استوګنې کورونه ويجاړ شوي دي.

همدارنګه د اسلامي امارت پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي، په هېواد کې د وروستیو سېلابونو له امله ۹ کسان مړه شوي دي.

په ورته وخت کې د پسرلي موسم له پیل راهیسې د هېواد تر لسو زیات ولایتونه د سختو بارانونو او سېلابونو شاهدان دي، چې خلکو ته یې مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

هاخوا د اسلامي امارت د هواپېژندنې ادارې او د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت په راتلونکو ورځو کې د هېواد په ۲۶ ولایتونو کې د سختو واورو او بارانونو د ورېدو اټکل کړی دی.