د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، انتوني بلینکن یو ځل بیا په افغانستان کې د نجونو پر زده‌کړو بندیزونه غندلي او ویلي یې دي چې ښځې او نجونې د بشري حقونو د ترلاسه‌کولو لپاره د مبارزې په لومړي سر کې دي.

ښاغلي بلینکن پرون سه‌شنبه د مارچ ۲۸مه په واشنګټن کې د ډیموکراسۍ په سرمشریزه کې د خپلو حقونو د ترلاسه‌کولو لپاره د افغان او ایراني ښځو مبارزه ستایلې ده. 

  هغه زیاته کړې، په افغانستان کې، سره له دې چې د «طالبانو» له ورځني ژوند څخه د ښځو د له منځه‌وړلو هڅې روانې کړې دي، دوی په پرله‌پسې ډول مظاهرې کوي.

د هغه په ​​وینا: “دوی په خپل هیواد کې د روښانه راتلونکي لپاره مبارزه کوي.”

ښاغلي بلینکن د خپلې وینا په یوه برخه کې په ایران کې د ښځو د مبارزې یادونه کړې او ویلي یې دي چې له سترو ګواښونو سره سره سړکونو ته راوتلې او د ښځو، ژوند او ازادۍ شعارونه یې ورکړل.

تر دې وړاندې انتوني بلینکن په افغانستان کې د ښوونیز کال د پیل او له تعلیم څخه د نجونو د پرله‌پسې ممانعت په مناسبت ویلي و، تر څو چې اسلامي امارت د ښځو او نجونو منل‌شوي حقونه په رسمیت ونه پیژني، نړۍ به ورسره هېڅ ډول تعامل ته ونه رسېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له ټولو هغو ښځو سره چې په ټوله نړۍ کې د ښځو د ازادۍ، بشپړ ګډون او برابرۍ لپاره هلې ځلې کوي د هېواد پیوستون اعلان کړی او د جنسیتي برابرۍ لپاره یې د هېواد د ملاتړ ډاډ ورکړی دی.