
بهرنیو رسنیو د یوناني چارواکو په حواله خبر ورکړی چې د دغه هېواد پولیسو په اتن کې دوه پاکستانیان د یهودانو پر ضد د ترهګریزو بریدونو د پلانولو په تور نیولي او دا یې د یوې ترهګرې شبکې د له منځهوړلو یوه برخه بللې ده.
د راپورونو له مخې، دا دوه پاکستانیان د پرون سهشنبه د وري اتمه (مارچ ۲۸) د یونان په پلازمېنه اتن کې نیول شوي.
فرانس پریس نیولشوي کسان ایرانيالاصله بللي او په وینا یې: “د اتن پولیسو د ۲۷ او ۲۹ کلونو په عمر دوه هغه ایراني الاصله پاکستانیان نیولي، چې د اتن په مرکز کې یې پر اسراییلو د برید پلان درلود.”
د یونان د پولیسو لخوا په یوه بیان کې ویل شوي چې د پولیسو او ملي استخباراتو د همغږي اقداماتو وروسته، یوه ترهګره شبکه چې پلان یې درلود له بهر څخه د یونان په خاوره کې په احتیاط سره ټاکل شوي هدفونه برید وکړي.
یوناني رسنیو د دغه هېواد د چارواکو په حواله تایید کړې چې ایراني الاصله پاکستاني ترهګرو په اتن کې د یهودیانو پر زیارت د برید پلان درلود او د اسرائیلو د لومړي وزیر دفتر په یوه بیان کې د دغه برید په شنډولو کې د اسرائیلو د استخباراتي ادارې موساد لاس لرل تایید کړي دي.
د اسرائیلو د لومړي وزیر دفتر ادعا کړې چې دا برید د ایران لخوا تنظیم شوی و او په وینا یې چې دا د ایران لخوا په بهر کې د اسرائیلو او یهودي اهدافو په وړاندې د ترهګرۍ یوه بله هڅه ده.