
بهرنیو رسنیو خبر ورکړی چې د پرتګال په «لیسبون» ښار کې یو افغان د اسماعیلی شیعهګانو په یو مرکز کې دوې ښځې په چاړه وژلې دي.
بلخوا یوې باوري سرچینې خامه پرس ته ویلي چې دا پېښه نن سهشنبه د وري ۸مه د اسماعیلی شیعهګانو په یو مرکز کې شوې ده.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، دا برید یو افغان کړی او وروسته د پولیسو په ډزو ټپي او نیول شوی دی.
هاخوا د پرتګال پولیسو رسنیو ته ویلي چې نن سهشنبه د روژې په ۶مه ورځ یو افغان د لیسبون ښار د اسماعیلی شیعهګانو په یو مرکز کې دوې ښځې په چاړه وژلې دي.

د پولیسو په وینا چې تر اوسه د پېښې لامل نه دی روښانه شوی خو په دې اړه یې د پلټنو ډاډ ورکړی دی.
په راپورونو کې د دې مرکز د یو کارکوونکي له قوله ویل شوي، چې دا پېښه ډېره په چټکۍ وشوه او اوس د دې مرکز امنیت خوندي دی.
د یادولو ده چې اسماعیلیان د دولسو امامانو او زیدیانو ترڅنګ د جعفري شیعه مذهب له مهمو څانګو څخه دي او د امامت د لړۍ په دوام سره اوس د ۴۹ام امام په توګه د شهزاده کریم آقاخان پیروي کوي.
ډېری دا شیعهګان په هند، پاکستان، سوریه، ایران، افغانستان، تاجکستان، اروپا، استرالیا، افریقا او شمالي امریکا کې ژوند کوي.