د امریکا د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو کمیټې د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ځکه احضار کړی چې نوموړي له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه د اسنادو د وړاندې کولو ضرب الاجل چې پرون دوشنبه و، مراعات نه کړ.

له افغانستان څخه د ناټو ځواکونو له وتلو دوه کاله وروسته، پرون دوشنبه د مارچ ۲۷مه د امریکا د استازو جرګې د جمهوري غوښتونکو غړي او د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ته لومړۍ احضاریه لیک صادر کړ.

  د نيويارک ټايمز د راپور له مخې، د امريکا د استازو جرګې د بهرنيو چارو د کمېټې مشر مايکل مک کال دغه فرمان لاسليک کړى او تمه ده چې دغه فرمان به نن د مارچ په ٢٨مه د سه شنبې په ورځ انتوني بلينکن ته وړاندې شي.

مک کال ویلي: “موږ څو ځله د موندلو لپاره ډیرې ښې هڅې کړې ترڅو موږ وکولی شو دا مهم معلومات وګورو، خو له بده مرغه، وزیر بلینکن د خپل راپور له وړاندې کولو او دې غوښتنې ته د ځواب ویلو څخه ډډه وکړه او زه یې اړ کړم چې د دې کمیټې د رییس په توګه خپله د لومړۍ احضاریه غوښتنه وکړم.”

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمیټې تر دې مخکې له افغانستانه د څو امریکايي پوځیانو او هغو کسانو چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو په اېستلو کې لاس درلود، د احضار غوښتنه کړې او په دې تړاو یې خپله لومړنۍ غونډه هم کړې وه.

  ویل کیږي چې د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن تر اوسه له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو  عملیاتو په اړه کوم مفصل راپور نه دی وړاندې کړی چې د دې عملیاتو د ویجاړونکو پایلو توجیه وکړي.

مک کا لانتوني بلینکن ته د احضارولو د توجیه کولو په ترڅ کې وویل چې “د امریکا خلک د ځواب مستحق دي چې دا تراژیدي څنګه رامنځته شوه او ۱۳ امریکایي سرتیرو خپل ژوند له لاسه ورکړ. موږ د بهرنیو چارو له وزارت څخه هیله کوو چې قانون تعقیب کړي او په ښه نیت سره دې غوښتنې ته غاړه کیږدي. “

  دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له جوړېدو څو اونۍ وروسته له افغانستان څخه د ولسمشر جوبایډن په مشرۍ د امریکا د متحدو ایالتونو ځواکونو په بې‌نظمي سره وتل د غبرګونونو او نیوکو له څپو سره مخ شول.